د افغانستان او قزاقستان د رېل پټلۍ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د عامه ګټو وزارت د رېل پټلۍ معین محمد اسحاق صاحبزاده د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توقوموف او په کابل کې د قزاقستان له سفیر غزیز اکباسوف سره یوه لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پراختیا تر ټولو مهم بحث و.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلیدو د دهلېز په توګه د دې هیواد پر مهم رول ټینګار وکړ او د تورغنډۍ–هرات او هرات–قندهار د رېل پټلۍ د جوړولو عملي کار د پیل پر امکان یې خبرې وکړې. همداراز، د تورغنډۍ–هرات د رېل پټلۍ د بیارغونې پروژه هم د بحث برخه وه.
په غونډه کې څرګنده شوه چې تر دې وړاندې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پانګونې هوکړه لاسلیک شوې او دا مهال د نوې هوکړې د امضا لپاره د تخنیکي ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي.
د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې ډېر ژر د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او د متحده عربي اماراتو د ترانسپورت او رېل پټلۍ وزیران او مرستیالان یوه ګډه غونډه ولري.
تمه کیږي چې د رېل پټلیو او ترانسپورتي زیربنایي پروژو له لارې سیمهییزه همکاري پراخه شي، چې دا کار د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم نقش لرلای شي. که څه هم چې د طالبانو اداره دا پروژې تعقیبوي، خو د پراخو او روڼو اداري ظرفیتونو د نشتوالي له امله جدي اندېښنې شته، او د افغانستان روان سیاسي او اقتصادي انزوا کولی شي دا ډول همکاریو ته د پلي کېدو او دوام جدي خنډونه جوړ کړي.




