مهم خبرونهنړیوال
زلنسکي په کييف کې خپل ځمکنی پټنځای ښکاره کړ

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زلنسکي د يو ویډيويي کلیپ په خپرولو سره په پلازمېنه کييف کې خپل ځمکنی پټنځای ښکاره کړ، هغه ځای چې د ده په وینا، په تېرو دوو کلونو کې ترې کار اخيستی دی.
دا پټنځای د بانکووا پر سړک، د اوکراین د پلازمېنې په مرکزي برخه کې موقعیت لري، هغه سیمه چې حکومتي ودانۍ پکې پرتې دي. د خپرو شوو انځورونو له مخې، دې ځای ته اوږده دهلېزونه رسي چې د مجهزو او خوندي خونو پر لور غځېدلي دي.
ویل شوي، د دغو خونو يوه برخه د حکومتي چارواکو او د اوکراین د پارلمان د غړو له خوا هم کارول کېږي. زلنسکي ټینګار کړی چې ګڼ شمېر مهم نظامي غونډې هم په همدې پټنځای کې ترسره شوي دي.
له هغه وخت راهيسې چې د اوکراین جګړې پراخې شوې، په کييف کې امنیتي تدابیر زیات شوي، او د دې هېواد لوړپوړي چارواکي د خپلو فعالیتونو يوه برخه په خوندي ځایونو کې ترسره کوي.




