زلنسکي: اوکراين د سولې لپاره تياره ده

ولاديمير زلنسکي، د اوکراين ولسمشر، له ډونالډ ټرمپ، د امريکا د متحدو ايالتونو له ولسمشر سره تر ليدنې وروسته وويل چې خبرې اترې مثبتې وې او ټينګار يې وکړ چې اوکراين د سولې پر لور د تګ لپاره تياره ده.
زلنسکي په ټولنيزې شبکې «ايکس» کې په يو پیغام کې د ټرمپ او د هغه د ټيم له ملاتړ څخه مننه وکړه او وليکل چې دواړه لوري کولی شي د يو بل په همکارۍ د سولې بهير ته دوام ورکړي. د هغه په وينا، په دې ليدنه کې د سولې د تړون ټول اړخونه وڅېړل شول او مهمې پايلې تر لاسه شوې دي.
د اوکراين ولسمشر زياته کړه چې د امنيتي تضمينونو د دايمي سولې د کليدي عنصر په توګه موافقه شوې او د دواړو هېوادونو ټيمونه به د هغې پر ټولو اړخونو کار ته دوام ورکړي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ډلې به د راتلونکې اونۍ له پيل سره د مطرح شويو موضوعاتو د وروستۍ موافقې لپاره يو ځل بيا سره وګوري.
د زلنسکي د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې په جنورۍ مياشت کې ټرمپ په واشنګټن کې د اوکراين او اروپا مشران مېلمانه کړي څو خبرې اترې په لوړه کچه دوام ومومي. هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې هېواد يې د سولې لپاره چمتو دی.
زلنسکي تېره شپه په يوه ګډه خبري ناسته کې له ټرمپ سره وويل چې د شل مادې د سولې له پلان څخه شاوخوا ۹۰ سلنه برخه باندې موافقه شوې او د پوځي برخو او امنيتي تضمينونو په اړه دواړو لوريو بشپړه موافقه ترلاسه کړې ده.
هغه د احتمالي ټولپوښتنې په اړه وويل چې د سولې د پلان هره برخه د خلکو رايې ته وړاندې کېدای شي او وروستۍ پرېکړه بايد د ټولنې له خوا وشي، ځکه دا خاوره د اوکراين د ولس او راتلونکو نسلونو پورې اړه لري.
د اوکراين ولسمشر د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې چې «روسيه غواړي اوکراين بريالی شي»، دا څرګندونې غيرمتوقع وبللې، خو ويې ويل چې دا ډول خبرې کولای شي د راتلونکو خبرو اترو او د اوکراين د بيا رغونې او پرمختګ په برخه کې د مثبت فضا څرګندونه وکړي.




