نړیوال

زلنسکی د سولې د نوې طرحې لپاره له ټرمپ سره د لېدنې په موخه واشنګټن ته روانېږي

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکی، د نوامبر میاشتې په پای کې امریکې ته سفر کوي څو په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر، ډونالد ټرمپ سره د سولې د یوې نوې ابتکار په اړه خبرې وکړي.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا سکرتر، رستم عمروف، د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه پیغام کې ویلي چې د جنیوا په ښار کې د اوکرایني او امریکایي چارواکو ترمنځ تازه خبرې اترې رغوونکې او مؤثرې وې. نوموړي ټینګار کړی چې کی‌یف د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره د ډونالد ټرمپ له هڅو ملاتړ کوي.

عمروف زیاته کړې چې د جنیوا د ناستې پر مهال دواړو لوریو د سولې د مهمو اصولو په اړه یوې ګډې تفاهم ته رسېدلې دي. هغه همداراز ویلي چې د اوکراین چارواکي په تمه دي چې د ولسمشر زلنسکی امریکې ته له سفر سره به له ولسمشر ټرمپ سره پخپله وګوري.

دغه سفر داسې مهال تر سره کېږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له څو کلونو راهېسې روانه ده او لا هم د نړیوالو مهمو کړکېچونو له ډلې شمېرل کېږي. ګڼ شمېر سیاسي شنونکي باور لري چې د سولې په لار کې د امریکا فعاله ونډه کولای شي د دې شخړې پر راتلونکې مسیر ژور اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button