سياستمهم خبرونه

زلنسکي د دفاع وزارت لپاره د مرستيال لومړي وزير نوم وړانديز کړ

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې ميخایلو فدوروف، چې د دې هېواد د لومړي وزير لومړی مرستيال او د ډيجېټل بدلون وزير دی، د دفاع وزارت لپاره د نوماند په توګه پارلمان ته ورپېژندل کېږي.

زلنسکي ويلي، که پارلمان دا وړانديز تاييد کړي، نو فدوروف به د دفاع وزارت مشري له دينيس شميهال څخه واخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا بدلون د اوکراين د دفاعي جوړښت د بيا کتنې يوه برخه ده.

زلنسکي په خپله شپه‌نۍ وينا کې د شميهال د کار ستاينه وکړه او وويل چې د هغه لپاره په حکومت کې نوې دنده په پام کې نيول شوې ده. د دې نوې دندې جزئيات تراوسه نه دي اعلان شوي.

ولسمشر زلنسکي د فدوروف وړتياوې د بې‌پيلوټه الوتکو او د دفاعي برخې د ډيجېټلي کېدو په پروګرامونو کې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې هغه د پوځ، نظامي قوماندې، د کورنيو وسلو صنعتونو او نړيوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې فعاله ونډه لري.

فدوروف تر دې وړاندې د ډيجېټل بدلون وزارت مشري کړې ده او اوس د هغه نوماندۍ ته د دفاع وزارت لپاره د اوکراين د پارلمان د باور رأيې ته اړتيا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button