سياستمهم خبرونه

زلمی خلیل‌زاد: د پاکستان په بلوچستان کې کړکېچ ورځ تر بلې خرابېږي

زلمی خلیل‌زاد، د امريکا د پخواني سولې استازی د افغانستان په چارو کې، د پاکستان د بلوچستان ایالت امنیتي او سیاسي وضعیت اندېښمن بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد د مشرانو اوسنی دریځ که دوام ومومي، نو درنې اغېزې به ولري.

خلیل‌زاد په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان بندي کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې هغه د بې‌اساسه تورونو له مخې په انفرادي زندان کې ساتل کېږي. د خلیل‌زاد په وینا، عمران خان د پاکستان له مشهورو سیاسي څېرو څخه شمېرل کېږي، او له هغه سره د واکمنو چلند د دغه هېواد ژور سیاسي کړکېچ څرګندوي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د «انعطاف‌ناپذیرۍ او سرسختۍ» په چلند تورن دی او خبرداری یې ورکړی چې که د حکومت‌دارۍ طرز بدل نه شي، نو پاکستان به د هغه په وینا «د بدبختۍ کندې» ته ورټېل وهل شي.

د امريکا د سولې پخواني استازي ټینګار کړی چې د پاکستان بېلابېل شنونکي او ماهران کولای شي د ګډو او مسؤلانه پرېکړو له لارې د وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره کړي. هغه په ځانګړي ډول د بلوچستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د یوه سیاسي حل موندلو اړتیا روښانه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بلوچستان ایالت اعلی وزیر له دې مخکې ویلي وو، چې پوځي لاره د دې ایالت د اوسني بن‌بست د ماتولو یوازینۍ لاره ده، خو دا دریځ د یو شمېر څارونکو او سیاسي شنونکو له انتقادونو سره مخ شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button