په زابل کې د چارمغزو حاصلات زیات شوي

د زابل د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې، سږ کال په دې ولایت کې د چارمغزو حاصلاتو کچه ۲۹۳ ټنو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه ټنه زیاتوالی ښيي.
مولوي نقیبالله نجات، چې د دې ریاست د ترویج آمر دی، ویلي چې دغه چارمغز د خاک افغان، شاهجوي، ارغنداب، دایچوپان او شهرصفا ولسوالیو په باغونو کې تولید شوي، چې ټولټال ۲۷ هکټاره ځمکه تر پوښښ لاندې نیسي.
ښاغلي نجات ټینګار کړی چې د کرنې ریاست هڅې کوي ترڅو یادو ولسوالیو کې بزګرانو ته د چارمغزو د ټولولو، ساتنې او وچېدو په برخه کې د مهارتونو لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل کړي، څو د تولیداتو کیفیت او کچه نوره هم لوړه شي.
له دې سره سم، یو شمېر سیمهییز سوداګر وایي، که څه هم د زابل د چارمغزو تولید تر نورو ولایتونو کم دی، خو د کیفیت له مخې د غوره تولیداتو له ډلې شمېرل کېږي او په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.
دغه تاجران زیاتوي چې د تولید شوي چارمغز ډېره برخه په خپله زابل کې مصرفېږي، خو یوه اندازه یې کندهار، غزني او کابل ته هم لېږل کېږي او هلته په بازارونو کې خرڅېږي.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې د زابل بزګران او سوداګر د وچو مېوو د کیفیت لوړولو هڅې کوي، خو طالبان د بازار جوړښتونو پراختیا ته بېپامي ښيي او د لازمې زېربناوو د نشتوالي له امله، افغان بزګرانو ته د اقتصادي پرمختګ په لار کې عملي خنډ جوړ شوي دي.




