د زابل د مسافرو ترمینل د جوړېدو کار ۶۵ سلنه بشپړ شوی

د زابل ولایت د ترانسپورت ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د مسافرو ترمینل او د دغه ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو کار په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه ۶۵ سلنه بشپړ شوی دی.
یاد پروژه شاوخوا اووه میاشتې وړاندې پیل شوې او د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو قرارداد پر بنسټ تطبیقېږي. سیمهییز چارواکي هیله څرګندوي چې د دغه پروژه له بشپړېدو سره به د زابل اوسېدونکي د غوره او معیاري ترانسپورتي خدماتو لاسرسی پیدا کړي.
که څه هم د دې ترمینل جوړېدل به وکولای شي د زابل د ترانسپورتي ستونزو یوه برخه حل کړي، خو د طالبانو لهخوا د پروژو د تطبیق په بهیر کې د لازم شفافیت نشتون، تل د خلکو اندېښنې راپارولي دي.
طالب چارواکو تر دې وړاندې هم د زابل په څېر محرومو ولایتونو کې د ترانسپورتي زیربناوو د ښهوالي ژمنې کړي، خو د شفافې څارنې او ځوابویوۍ نشتون د دې ژمنو عملي کېدل له خنډ سره مخ کړي او د دا ډول پروژو عملي اغېز یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.




