ذبیحالله مجاهد: د پاکستان ځینې نظامي کړۍ د افغانستان سره کړکېچ ته لمن وهي

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې «ژورې» دي او دا اداره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره پام وړ هڅې کړي دي. ده په عین وخت کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ په دننه کې ځینې ځانګړې کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د دوام ملاتړ کوي.
مجاهد په یوه راډیويي مرکې کې ویلي چې اوسنی ترینګلتیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پاکستان د رسمي سیاست پایله نه ده، بلکې د ده په وینا، دا چاره د «بهرني اجنډا» څخه سرچینه اخلي. ده ټینګار کړی چې دغه کړۍ د لويو قدرتونو د خوښۍ لپاره داسې سیاستونه عملي کوي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د دغې تګلارې تر ټولو ډېر زیان د پاکستان خلکو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو پړاوونو تېرې شوې او د پولو او سیاسي کړکېچونو مسلې یې څو ځله پر دوه اړخیزو اړیکو سیوری غوړولی دی.
له دې مخکې هم د پاکستان یو شمېر اوسېدونکو د هغه هېواد د نظامي حکومت کړنې نیوکې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له افغانستان او هند سره، کړکېچ کم شي. خو ناقدان باور لري چې د طالبانو اداره هم د سیمې د اړیکو په مدیریت او د کړکېچ د عواملو په اړه په روښانه ځواب کې دفاع وړ کارکردګي نه ده ښودلې، او اړتیا ده چې د خپلې بهرنۍ تګلارې په اړه یو لا مسئولانه او شفاف دریځ خپل کړي.




