ذبیحالله مجاهد: افغانستان د اقتصادي ځان بساینې پر لور روان دی

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د واکمنې ادارې ویاند، ادعا کړې چې افغانستان د دوامدار امنیت، اقتصادي ځان بساینې او هر اړخیز ثبات پر لور روان دی او د هېواد د خاورې د بشپړ دفاع وړتیا لري.
د ده په وینا، د طالبانو اداره د کورنیو ظرفیتونو په تکیه هڅه کړې چې امنیتي او اداري جوړښتونه د پخوا په پرتله پیاوړي کړي او د هېواد د عمومي ثبات زمینه برابره کړي. مجاهد زیاته کړې چې دا بهیر د «سنجول شوو او باوري ګامونو» له لارې روان دی.
د طالبانو د ادارې ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پروګرامونه چټک شوي او هڅې روانې دي چې له بهرنيو مرستو د وابستګۍ کچه راکمه شي. هغه اقتصادي ځان بساینه د دې ادارې د اوسنیو تګلارو یو له اساسي محورونو څخه بللې ده.
دغه څرګندونې پداسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي له جدي اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او پراخو ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ دي او د نړۍ خپلواکو بنسټونو څو ځلې د افغانستان د خلکو د ژوند حالت او بنسټیزو حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده؛ هغه مسایل چې د طالبانو د ادارې په رسمي ادعاوو کې لږ انعکاس مومي.




