یوه یمني فعال د سعودي او امارات ترمنځ پټ رقابت ته د شدت ورکولو خبرداری ورکړی

نبیل الحدا، چې په یمن کې د بشر حقونو په برخه کې د یوه فعال مرکز مشر دی، خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ پټ رقابت د یمن پر مختلفو سیمو د واک ترلاسه کولو لپاره نوې مرحلې ته داخل شوی دی. هغه ویلي، دا چې په یمن کې څه روان دي صرفاً یو کورنی جګړه نه ده، بلکې دا وضعیت د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د سیاسي او پوځي نفوذ د پراخېدو ډګر دی.
د الحدا په وینا، امارات هڅه کوي چې د جنوبي یمن په ستراتیژيکي ټاپوګانو کې خپل حضور ټینګ کړي، خو سعودي بیا هڅه کوي چې په حضرموت ولایت کې خپل نفوذ پراخ کړي. هغه دا بدلونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او جغرافیایي مهمو لارو د کنټرول لپاره د پخواني رقابت دوام بللی دی.
الحدا ټینګار کړی چې هغه پوځي ائتلاف چې د سعودي او اماراتو په مشري په تېرو کلونو کې پراخ عملیات په یمن کې پیل کړي وو، خپلو اعلان شویو موخو ته نه دی رسېدلی او په عملي ډګر کې له ناکامۍ سره مخ شوی دی. د هغه په باور، د بهرنیو فشارونو سره سره د یمن خلک د بهرني نفوذ پر وړاندې مقاومت کړی دی.
هغه همداراز زیاته کړې چې هېواد یې د امریکا د مداخلې او د اسراییلو د ګواښونو پر وړاندې هم ولاړ دی، او له همدې امله د دوه سیمه ییزو هېوادونو نفوذ او غوښتنو ته غاړه کېښودل بې ځایه ګڼل کېږي. سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول رقابتونه د یمن په روان انسانې او سیاسي بحران کې د دوام خطر زیاتوي او د خلکو ونډه په راتلونکو پریکړو کې لا پسې کمزوري کوي.




