مهم خبرونهنړیوال

د صنعا چارواکي: يمن د امريکا او اسرائيل پر وړاندې د نويو جګړو لپاره چمتووالی نيسي

د صنعا د حکومت چارواکو ويلي، يمن د امريکا متحدو ايالاتونو او اسرائيل پر ضد د نويو مقابلې لپاره چمتووالی نيسي؛ داسې پړاو چې د دوی په وينا، د جګړې په کچه او پوځي تجهيزاتو کې له تېرو پړاوونو سره بنسټيز توپير لري.

د صنعا د حکومت مشر محمد مفتاح په عمران ولايت کې په وينا کې وويل، د دوی حکومت تازه وسلې او تجهيزات تر لاسه کړي او راتلونکې نښتې به له اسرائيلو او د هغه له ملاتړو سره بېلابېل بڼه او ابعاد ولري. هغه ادعا وکړه چې پر يمن د امريکا او اسرائيلو بريدونه، چې د تأسیساتو، ملي شتمنيو او عامه خدماتو نړول پکې شامل دي، د دې لپاره ترسره شوي چې د هېواد بنسټونه کمزوري کړي.

د مفتاح په وينا، د صنعا حکومت د ويجاړ شوو پروژو او زيربناوو د بيا رغونې تر څنګ، په ټولو سطحو کې خپله نظامي او لوژيستيکي چمتووالی زيات کړی او دا وضعيت يې له تېر حالت څخه بېل وباله.

په همدې مهال، د انصارالله د سياسي دفتر غړي محمد الفرح وويل، د امريکا تګلاره د فشار او ځواک په کارولو ولاړه ده او هر څومره چې هېوادونه له ګواښونو سره شا کوي، دا تګلاره لا پسې پياوړې کېږي. ده ادعا وکړه چې د يمن او امريکا ترمنځ د شخړې تجربې ښودلې چې مقاومت او په کورنيو تواناييو تکيه کول، د بهرنيو فشارونو د مخنيوي لپاره اغېزناک دي.

الفرح همدارنګه د لاتين امريکا وروستيو تحولات او د ځينو هېوادونو د مشرانو پر ضد ګواښونه د همدې تګلارې يوه بېلګه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د خپلواکۍ او ملي حاکميت ساتنه د ده په باور، د لویو قدرتونو د فشارونو پر وړاندې د قاطع دريځ غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button