مهم خبرونهنړیوال

په يمن کې د بنديانو د تبادلې او د جسدونو د سپارلو نوی تړون وشو

د يمن د بنديانو د کمېټې يو لوړ پوړی چارواکی په صنعا کې ويلي، په يمن کې د جګړې اړخونو ترمنځ د بنديانو د تبادلې او د جسدونو د سپارلو تازه تړون د دې سبب شوی چې د ميداني کمېټو د جوړېدو زمينه برابره شي. د ده په وينا، دا ګام کولای شي د دې جګړې د زرګونو تريتم شويو کسانو د برخليک د روښانتيا په برخه کې مرسته وکړي.

عبدالقادر المرتضی، چې د انصارالله د غورځنګ اړوند د ملي بنديانو د چارو د کمېټې مشر دی، رسنيو ته وويل دغه توافق د مفقودينو د قضيو د روښانتيا په لور يو مهم ګام بلل کېږي، او د ميداني کمېټو جوړېدل به د دغو قضيو د څېړنې او تعقيب بهير اسانه کړي.

نوموړي د دې بهير پر اهميت ټينګار وکړ، خو د کمېټو د جوړښت، ترکيب او د کار د پيل نېټې په اړه يې له نورو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې بشپړ معلومات به په مناسب وخت کې خپاره شي.

د دې هوکړې له مخې، د عدن حکومت چې د رياض له لوري ملاتړ کېږي، او د صنعا اداره چې د انصارالله له لوري اداره کېږي، د شاوخوا درې زره بنديانو د تبادلې پر سر تفاهم کړی دی. د المرتضی په وينا، ټاکل شوې چې ۱۷۰۰ د صنعا اړوند بنديان د مقابل لوري د ۱۲۰۰ بنديانو په بدل کې تبادله شي، چې په هغوی کې اووه سعودي اتباع او درې ويشت سوداني اتباع هم شامل دي.

د ملي بنديانو د چارو د کمېټې مشر همدارنګه د عماني چارواکو له رول څخه مننه وکړه چې د بنديانو د تبادلې د خبرو کوربه توب او د دغو مذاکرو پرمختګ کې مرسته کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button