د یمن حوثيانو د ایران د ملاتړ لپاره د ممکنه جګړې خبرداری ورکړ

د انصارالله د ډلې ویاند یحیی سریع ویلي، که د امریکا او اسراییلو ترمنځ له ایران سره تاوترخوالی دوام وکړي او پراخ شي، د دوی غورځنګ چمتو دی چې د ایران تر څنګ جګړې ته داخل شي. دا خبرداری په یوه رسمي اعلامیه کې خپور شوی او په هغې کې د یادې ډلې پوځي چمتووالی ټینګار شوی دی.
د اعلامیې له مخې، که هر هیواد یا نوی ایتلاف د امریکا او اسراییلو له نظامي اقدامونو سره د ایران او د هغې له متحدانو پر ضد یوځای شي، یا له سور سمندر څخه د عملیاتو لپاره کار واخیستل شي، نو انصارالله به د مستقیم مداخلې امکان وڅېړي.
په بله برخه کې ویل شوي، د ایران پر ضد د بریدونو دوام او د هغه څه پر وړاندې جګړه چې دغې ډلې ورته «محور» ویلي، د جګړې د احتمالي پیل له نورو لاملونو څخه ګڼل کېږي. سور سمندر چې د نړیوالې سوداګرۍ یو مهم ستراتیژیک مسیر ګڼل کېږي، په وروستیو کلونو کې څو ځله د پوځي کړکېچونو شاهد پاتې شوی دی.
د انصارالله ویاند په دې اعلامیه کې د امریکا او اسراییلو روانې نښتې له ایران سره «ناانصافه او بېدلیله تېری» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي د سیمې او آن د نړۍ ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي. د امریکا او اسراییلو چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو تازه غبرګون نه دی ښودلی.




