د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکي د کلینیک د کارکوونکو له نشتوالي شکایت کوي

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغې ولسوالۍ کلینیک د نرسانو او ډاکترانو د نه حاضریدو له جدي ستونزې سره مخ دی او په ډېرو مواردو کې ناروغان له روغتیایي خدمتونو پرته بېرته ستنېږي. د هغوی په وینا، حتی په بیړنیو حالاتو کې هم روغتیایي مسؤلان په ځای کې شتون نه لري.
اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه نیټه وویل، چې ډېری وختونه د دې مرکز ته د مراجعت پر مهال هېڅ ډاکتر یا نرس شتون نه لري. د هغوی په وینا، دا وضعیت د کورنیو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې، په ځانګړي توګه په عاجلو او د ژوند ګواښونکو پېښو کې.
د یاوان یو اوسېدونکی وویل: «حتی ماشومان بېهوښه حالت کې دې مرکز ته راوړل کېږي، خو د شپې یوازې یو ساتونکی حاضر وي.» هغه زیاته کړه، چې د دې روغتیایي مرکز په مدیریت او څارنه کې څرګنده کمزوري لیدل کېږي او د خلکو شکایتونو ته مؤثره پاملرنه نه کېږي.
د یاوان کلینیک د دې غرني ولسوالۍ د زرګونو اوسېدونکو یوازینۍ درملنهیزه مرجع ده؛ داسې ولسوالي چې د جغرافیوي موقعیت او د ولایت له مرکز څخه د واټن له امله، نورو روغتیایي مرکزونو ته چټک لاسرسی ورته ستونزمن دی. اوسېدونکي ګواښ کوي، چې د دې وضعیت دوام به د ناروغانو لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري.
هغوی له د طالبانو ادارې او اړوندو روغتیایي بنسټونو غوښتنه کوي، چې د دې مرکز د چوکاټ پراخول، د ولایت له مرکزه د متخصص ډاکترانو لېږد او جدي څارنه یقیني کړي، ترڅو د کارکوونکو د نشتوالي مخه ونیول شي. د هغوی په باور، د ابتدایي روغتیایي خدمتونو برابرول د طالبانو د ادارې له اساسي مسؤلیتونو څخه دي او د دې برخې له پامه غورځول د لرې پرتو سیمو د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.




