یعقوب مجاهد: د طالبانو اداره د پاکستان سره د جګړې پیل کوونکې نه ده

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورستیو تاوتریخوالو په دوام کې، د طالبانو د ادارې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د دوی اداره د پاکستان سره د جګړې پیل نه دی کړی او د شخړو د پراخېدو تمایل نه لري. هغه ویلي، کابل غوره بولي چې اختلافونه د خبرو او سیاسي تفاهم له لارې حل شي.
مجاهد د یوه کورني رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان خلکو، دیني عالمانو او سیاستوالو ته وویل چې افغانان د دې هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه دي. د هغه په وینا، پوځي شخړې د دواړو لورو په ګټه نه دي او اړتیا ده چې د ډیپلوماتیکو لارو څخه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار واخیستل شي.
د طالبانو د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د پاکستان پوځ تورن کړ چې غواړي په افغانستان کې یو کمزوری نظام رامنځته کړي؛ داسې یو نظام چې د ده په وینا، خپلواک پوځي ځواک ونه لري او په بهرني سیاست او اقتصاد کې پر اسلاماباد تکیه وکړي. ده ټینګار وکړ چې دا ډول چلند د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې په ورستیو میاشتو کې له سیاسي او امنیتي اندېښنو ډکې وې. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د تاوتریخوالو د راکمولو او د پولې دواړو غاړو کې دایمي ثبات د تأمین لپاره څرګند عملي پلانونه نه دي وړاندې کړي، یو موضوع چې د پولو د سیمو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
یعقوب مجاهد همدارنګه له افغانانو وغوښتل چې یووالی او همبستګي وساتي او اجازه ورنه کړي چې “د ناامنۍ په لټه” کسان له موجود حالت ناوړه ګټه واخلي. ده وویل، زیات فشارونه باید د داخلي یووالي د پیاوړتیا لامل شي.
د طالبانو د دفاع وزیر په پای کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې دوی په ډیپلوماتیکو حللارو باور لري او د جګړې غوښتونکي نه دي، خو که برید وشي، افغانستان به خپل دفاع وکړي.




