ټولنه‌یزمهم خبرونه

سختې وچکالۍ د افغانستان د خلکو اقتصادي ژوند له ګواښ سره مخ کړی

په افغانستان کې بې‌ساري وچکالۍ د هېواد ټولو سیمو ته غځېدلې ده چې اغېزې یې په خلکو، په ځانګړي ډول کروندګرو او مالدارانو، ډېرې جدي دي. دا طبیعي ناورین د طالبانو د کمزه‌وري مدیریت له امله لا شدید شوی او ګڼ شمېر کورنۍ یې له لوږې او بې‌سرپنايۍ سره مخ کړې دي.

په دې سختو شرایطو کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (FAO) د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په مالي ملاتړ او د بیړني غبرګون صندوق (SFERA) له لارې له متضررو کروندګرو سره وړاندنۍ مرستې کوي.

طالب اداره چې باید د طبیعي ناورینونو د مدیریت مسئولیت پر غاړه واخلي، نه یوازې کومه ټاکلې تګلاره نه لري، بلکې نړیوالې مرستندویه ادارې یې له ستونزو سره هم مخ کړې دي. د کافي ملاتړ نشتوالي له امله، اوس خلک خپلې هیلې نړیوالو سازمانونو او بین‌المللي همکاریو ته اړولي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي که وچکالي دوام ومومي او طالبان بې‌عملي ته دوام ورکړي، نو افغانستان به له یوې لا پراخې او خطرناکې بشري فاجعې سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button