د نړېوال بانک پلاوي د کابل د راستنېدونکو ښځو د کاري مرکز لېدنه وکړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبر ورکړی چې د نړېوال بانک رئيس دفتر په افغانستان کې د دې ادارې د ښځو د سوداګرۍ له مرکز څخه په کابل کې لېدنه کړې او د یو شمېر راستنېدونکو ښځو سره یې د کاري فرصتونو د پراختیا او د هغوی د بیا ادغام د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د UNHCR په وینا، دا لیدنه د هغو لارو د ارزونې په موخه ترسره شوې چې له مخې یې له هغو ښځو ملاتړ وشي چې له کلونو مهاجرت وروسته هېواد ته راګرځېدلې او هڅه کوي د کوچنیو اقتصادي فعالیتونو له لارې خپل ژوند بیا جوړ کړي. نړېوال بانک په دې بهیر کې د مهمو ملاتړو او اصلي لوبغاړو څخه ګڼل شوی.
راستنېدونکو ښځو په دې ناسته کې د پانګې، مسلکي زدهکړو او د کار بازار ته د لاسرسي له پلوه خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې پر ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ بندیزونه لګولي، چې له امله یې د ښځو د کار او ځانبسیا لپاره زمینه ډېره محدوده شوې او د ښځو د اقتصادي راتلونکې په اړه جدي اندېښنې رامنځته شوې دي.
نړیوالو بنسټونو تل ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو، د معیشتي فرصتونو پیاوړتیا د ټولنیز ثبات او د بیا مهاجرت د مخنیوي لپاره مهم رول لري. خو یو خوندي او له تبعیضه پاک چاپېریال برابرول د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د بریا لپاره بنسټیز شرط بلل کېږي؛ موضوع چې لا هم له پراخو نیوکو او اندېښنو سره مل ده.




