اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

نړيوال بانک د افغانستان د معیشتي پروژې لپاره ۱۴۳ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر (یونیوپس) ويلي چې نړيوال بانک او د افغانستان د زغم صندوق په ګډه ۱۴۳ ميليونه ډالر د «د افغانستان د ټولنې د زغم او معیشت» پروژې لپاره ځانګړي کړي دي. دا نوې مرسته د کاري فرصتونو د پیاوړتیا او د بنسټیزو خدمتونو د لاسرسي د ښه کولو په هدف په ټول هېواد کې ترسره شوې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، له دې مالي مرستې څخه ۹۵ ميليونه ډالر د نړيوال بانک له‌خوا، او ۴۸ ميليونه ډالر نور د افغانستان د زغم صندوق له‌خوا برابر شوي دي. د دې نوې مرستې په زياتېدو سره د پروژې ټوليز بوديجه ۵۶۲ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.

یونیوپس ویلي چې دا نوي سرچينې به د پروژې د فعالیتونو د پراخېدو زمینه په ټولو ۳۴ ولايتونو کې برابره کړي. د دې پروګرام اصلي تمرکز د کار موندنې، د کورنيو د معیشت د پياوړتيا او د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو پر چارو دی، څو ميليونو افغانانو ته ګټه ورسوي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې افغانستان له پراخ اقتصادي کړکېچ او د کار د فرصتونو له کمښت سره مخ دی. ګڼ شمير نړیوالو بنسټونو له وړاندې ټینګار کړی چې د داسې پروګرامونو دوام د شفافیت په تطبیق او د ټولو هېوادوالو د برابر لاسرسي په شرط پورې اړه لري، څو دا مرستې د طالبانو تر ادارې لاندې ټولو اړمنو کسانو ته په مؤثر ډول ورسېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button