ټولنه‌یزدوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ د طالبانو د جزایي کړنلارې پر ضد سخته نیوکه کړې

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ ویلي چې د طالبانو د محاکمو جزایي کړنلاره په داسې ډول جوړه شوې چې تاوتریخوالی قانوني کوي او هغه په افغانستان کې د یوې اصطلاحاً قانوني چوکاټ په بڼه نهادینه کوي. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی چې دا ډول سندونه کولای شي د جنایتونو د عادي کولو زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د دې غورځنګ له خوا خپره شوې، راغلي چې د طالبانو اداره دا کړنلاره د خپل حاکمیت د ټینګولو او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د لا زیات ځورولو په موخه چمتو کړې ده. ددې غورځنګ په باور، د عدلي او قضایي جوړښتونو له لارې د واک ټینګښت، د محدودوونکو او تبعیضي سیاستونو د دوام څرګندونه کوي.

د اعلامیې له مخې، دا کړنلاره چې تر نیوکو لاندې راغلې، د غلامۍ دود ته وده ورکوي، د جرمونو د سزا بنسټ د ملايانو پر حکم او تفسیر پرېږدي، او انفرادي ازادۍ په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او ازادۍ لا پسې محدودوي. همداراز ویل شوي چې د فرهنګي اړیکو جرم ګڼل، د مخالفینو د وژنې روا ګڼل، د مذهبي ازادیو لا زیات محدودول او تاوتریخوالی ته مشروعیت ورکول، د دې سند له نورو پایلو څخه دي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ له خلکو غوښتي چې اجازه ورنه کړي څو د طالبانو اداره خپل جنایتونه تر هر نوم لاندې عادي کړي او قانوني بڼه ورکړي. غورځنګ ټینګار کړی چې د داسې سیاستونو پر وړاندې چوپتيا، د جوړښتي تاوتریخوالي د منلو معنا لري.

دغه غورځنګ همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو اداره د بشري حقونو د منظمې سرغړونې او د ښځو پر وړاندې د جنایتونو د عادي کولو له امله تر پوښتنې او مسوولیت لاندې راولي. په پای کې، د مؤثرو او هدفمند سیاسی او دیپلوماتیک فشارونو د زیاتېدو اړتیا ته اشاره شوې او له نړیوالو غوښتنه شوې چې د تبعیض او سیسټماټیکو سرکوبونو د پای ته رسېدو لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button