د ښځو د لباس یو کارګاه له کراچۍ څخه کابل ته ولېږدول شو

یو د ښځو د لباس تولید کارګاه چې مخکې یې په پاکستان کې د کراچۍ په ښار کې فعالیت درلود، اوس خپلې وسيلې او فعالیتونه کابل ته انتقال کړي دي او لسګونه هغه افغانان یې بوخت کړي دي چې تازه له پاکستانه راستانه شوي دي.
د دې کارګاه مسوولین وايي، ډېری کارکوونکي یې داسې کسان دي چې نوي له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او د کار موندلو په لټه کې دي. د دې کارګاه انتقال په داسې حال کې ترسره کېږي چې ډېری بېرته راستانه شوي کسان له اقتصادي ستونزو او د کار د کمښت له چلینجونو سره مخ دي.
د دې کارګاه یو تخنیکي کارکوونکی هیله څرګندوي چې نور هغه تاجران هم چې په تېر کې د ښځو د لباس په برخه کې په کراچۍ کې فعال وو، په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راستانه شي او خپلې پانګونې دلته دوام ورکړي.
په تېرو کلونو کې، یو شمېر افغان تاجران او صنعتکاران د اقتصادي وضعیت له امله پاکستان ته تللي وو. اوس د ځینو دغو پانګوالو بېرته راتګ کولای شي د بېرته راستانه شویو افغانانو لپاره د کار د فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي؛ خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید د دا ډول پانګونو د دوام لپاره ثبات، ملاتړ او اسانتیاوې برابرې کړي.




