ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د ښځو اعتراضي غورځنګونه: د یلدا شپه د هیله او مقاومت نښه ده

یو شمېر د ښځو اعتراضي خوځښتونو د یلدا شپې د لمانځنې په مناسبت د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دا شپه د ښځو لپاره د هیلو، مقاومت او د روښانه راتلونکي د باور نښه بللې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې څنګه یلدا د تورې شپې د پای او د لمر د راختو زېری ورکوي، همداسې معترضې ښځې هم د یوه عادلانه، انساني او د انساني کرامت پر بنسټ راتلونکي باور لري. دغو خوځښتونو یلدا شپه د آزادۍ، برابري، یووالي او د باعزته ژوند د حق د ارزښتونو د بیا تازه کولو فرصت بللې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د معترضو ښځو لپاره یلدا یوازې یو دودیزه مناسبه نه ده، بلکې د هغو ښځو د مقاومت یاد تازه کوي چې د تبعیض، سیسټماټیک حذف او د ښځو د غږ د چوپولو هڅو په وړاندې یې درېدلي دي. د دغو خوځښتونو په وینا، د وروستیو کلونو تجربو ښودلې چې د ښځو غږ نه شي چوپېدلی او هېڅ ځواک نه شي کولای د پوهاوي او مقاومت څرکونه تل لپاره په تیاره کې بند وساتي.

دغه اعتراضي غورځنګونه په خپلو څرګندونو کې له ټولو ښځو، سړیو او د وجدان لرونکو خلکو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ښځو او هغو ښځو ترڅنګ ودرېږي چې تر ظلم لاندې دي، او د دوی د برحقو غوښتنو ملاتړ په عملي ډول وښيي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر بنسټیزو حقونو پراخې محدودیتونه لګولي دي. ښځې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، پارکونو او ګڼو عامه ځایونو ته د تګ حق نه لري؛ تګلارې چې له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوې دي.

په ورته وخت کې، دغو ښځو د یلدا شپه په داسې شرایطو کې ولمانځله چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د دې فرهنګي دود لمانځنه په افغانستان کې کمزورې شوې او ګڼ فرهنګي سمبولونه له بندیزونو او فشارونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button