یوناما: طالبان د ښځو او پخوانیو پوځیانو حقوقو ته زیاته محدویت وضع کړې

د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر په افغانستان (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو د ښځو او پخوانیو حکومتپلوه پوځیانو پر بنسټیزو حقونو محدودیتونه زیات کړي، چې دا یوه اندېښمنوونکې موضوع ده.
دغه راپور چې د سهشنبې په ورځ، د لړم پر ۶ نېټه خپور شوی، ښيي چې د طالبانو مشرتابه د ارزگان، پکتیکا او کندهار ولایتونو په روغتیايي مرکزونو کې له ډاکټرانو او مسؤلینو غوښتي چې له شرعي محرم پرته ښځینه ناروغانې ونه تداوي کوي. یوناما وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارو کارکوونکو دا امر په جدي توګه کلینیکونو او روغتونونو ته ابلاغ کړی دی.
په کندهار ولایت کې هم، طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته ویلي چې د غیردولتي روغتیايي مرکزونو له خوا د ښځو د کار مخه ونیسي. سربېره پر دې، یوناما راپور ورکړی چې طالبانو نارینه غاښپزشکان له دې منع کړي چې ښځې معاینه یا تداوي کړي، چې دا اقدام د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو لاسرسی نور هم ستونزمن کړی دی.
راپور زیاته کړې چې د پخواني حکومت له پوځیانو سره زورزیاتی هم دوام لري؛ د یوناما موندنې ښيي چې د تېرو دریو میاشتو په ترڅ کې طالبانو لږ تر لږه ۱۴ پخواني نظامیان وژلي او ۲۱ تنه یې بې عدالته نیولي دي. درې پېښې د شکنجې هم ثبت شوې دي.
راپور ویلي چې ډېر شمېر هغه کسان چې له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي، طالبان یې تعقیب ته دوام ورکوي. د بېلګې په توګه، د سپتمبر په ۲۹ مه، د طالبانو د تروریسم ضد ځانګړې څانګې یو شمېر پخواني پوځیان د افغانستان له سرحد سره نیولي دي، په داسې حال کې چې د دوۍ پر وړاندې هېڅ ډول مشخص اتهام نه دی وړاندې شوی.
په بل اړخ کې، یوناما تایید کړې چې د نجونو پر زدهکړو لا هم بندیزونه پر ځای دي، او دا محدودیتونه اوس یوې نوې مرحلې ته داخل شوي دي. راپور لیکي چې د سنبلې په لومیو ورځو کې طالبانو په کابل کې درې دیني مدرسې ځکه تړلې دي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې شاملې وې او د ریاضي، کیمیا، فزیک او بیولوژي مضامین پکې تدریس کېدل.
په بدخشان ولایت کې هم طالبانو ښوونځیو ته ویلي چې له ۱۳ کلنۍ پورته نجونې باید نورې زدهکړې ته پرېنږدي. په پکتیکا ولایت کې بیا د طالبانو د معارف ریاست اعلان کړی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نشي تللی، چې وروسته دا بندیز د ټول ولایت په کچه عملي شوی دی.
یوناما د خپلو نویو موندنو په رڼا کې څرګنده کړې، چې طالبان د ښځو او پخوانیو پوځیانو بشري حقونه په پراخ ډول نقض کوي؛ دا حالت د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې راپارولې، ځکه دا وضعیت د طالبانواکې جبري او تبعیضآمېز حاکمیت ته دوام ورکوي.




