مهم خبرونهنړیوال

د امريکا په ختيځ کې د ژمنۍ توپان له امله د يو لک نه زياتې کورنۍ له برېښنا بې‌برخې شوې

په متحده ايالاتو د ختيځ ساحل کې د سخت ژمنۍ توپان له امله د يو لک نه زياتو کورونو برېښنا پرې شوې ده او له لس زره زياتو الوتنو لغوه شوې يا له ځنډ سره مخ دي. دا حالت د دغو سيمو د ميليونو اوسېدونکو ژوند ګډوډ کړی دی.

د راپورونو له مخې، د نيوجرسي، ورجينيا، مېريلېنډ او ډېلاوېير ايالتونه تر ټولو زيات له دې توپان څخه زيانمن شوي او د دغو سيمو اوسېدونکي له پراخ برېښنا پرې کېدو سره مخ دي. د برېښنا خدمتونو شرکتونه هڅه کوي چې زيانمنې شوې شبکې بېرته فعاله کړي.

په عين وخت کې، د «فلایټ اوير» وېب‌پاڼې خبر ورکړی چې يوازې د يکشنبې په ورځ له لس زره زياتې الوتنې په ټول امريکا کې يا لغوه شوې يا ځنډېدلې دي. له دې ډلې څخه، د ۳۴۰۰ نه زياتې الوتنې چې د امريکا ښارونو ته تګ يا له هغو ښارونو راغلې وې، په بشپړ ډول لغوه شوي دي.

تر دې وړاندې، د «هيل» مجلې راپور ورکړی و چې له شپېته ميليونو زيات امريکايان د درنې واورې او بېړني حالت له امله اغېزمن شوي دي. محلي چارواکو له خلکو غوښتي چې له بې‌ګټې سفرونو ډډه وکړي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونيسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button