د روغتيا نړيواله اداره د پاکستان هوايي بريد پر يو درملنيز مرکز څېړي

د روغتيا نړيوالې ادارې عمومي رييس اعلان کړی چې دا بنسټ د پاکستان د پوځي رژيم د هوايي بريدونو راپورونه ارزوي او تاييدوي چې ګواکې په افغانستان کې يو د معتادانو د درملنې مرکز هدف ګرځول شوی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی په وروستيو اوونيو کې زيات شوی دی.
تدروس ادهانوم ګبرييسوس ويلي، د جګړو شدت د افغانستان پر روغتيايي نظام دوه برابره فشار راوستی او د نازکو قشرونو روغتيا او هوساينه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. د هغه په وينا، د دې حالت دوام کولی شي د ناروغانو د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي پر لاره نورې ستونزې رامنځته کړي.
د روغتيا نړيوالې ادارې د معلوماتو له مخې، له فبرورۍ د مياشتې له وروستیو راهيسې لږ تر لږه شپږ روغتيايي مرکزونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتوالي له امله زيانمن شوي يا اغېزمن شوي دي. دا مرکزونه په داسې حال کې هدف ګرځول شوي چې د افغانستان روغتيايي نظام مخکې له مخکې د امکاناتو او سرچينو له کمښت سره مخ دی.
د دې ادارې عمومي رييس له دواړو لوريو غوښتنه کړې چې د تاوتريخوالي کمول بايد لومړيتوب ورکړي او ټينګار يې کړی چې «سوله او روغتيا» بايد د پرېکړو محور وي. نوموړي زياته کړه: «سوله، تر ټولو غوره درملنه ده.»




