د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په هرات کې د مهاجرو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش پيل شو

د طالبانو د زراعت، اوبه‌لګولو او مالدارۍ وزیر په ګډون، د هرات ولایت کې د مهاجرو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش رسماً پيل شو. چارواکي وايي، دا مرستې د بېرته راستانه شويو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د ملاتړ د پروګرامونو په چوکاټ کې وېشل کېږي.

مولوي عطاالله عمري، د طالبانو د زراعت وزیر، په دې غونډه کې وویل چې دا پروګرام د هغو منظم ګامونو برخه ده چې د بېرته راستانه شويو مهاجرو د ملاتړ لپاره اخيستل کېږي. نوموړي ادعا وکړه چې دا بهیر د هغو مستحقو کورنیو د مرستې لپاره پیل شوی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له دې لارې به یې د ژوند فشارونه راکم شي.

د ده په وينا، دا بهیر یوازې په هرات پورې محدود نه‌دی او په عین وخت کې په ۱۲ نورو ولایتونو کې هم دوام لري. خو په هرات کې د مهاجرو کورنۍ وايي، د دوی اړتیاوې له دې لنډمهالو مرستو ډېرې پراخې دي او بېرته ستنېدل بې له دندې، استوګنځي او لومړنيو خدماتو لا هم له ستونزو ډک دي.

په همدې مراسمو کې، شيخ مولانا اسلام‌جار، د هرات والي، د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو له مهاجرو کورنیو سره د همکارۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې ځینو ښاریانو د مهاجرو په انتقال او د موقتي استوګنځي په چمتو کولو کې مرسته کړې ده. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشرتابه له لارښوونې سره سم، د مهاجرو د دايمي استوګنې لپاره د استوګنځایونو پر جوړېدو کار پیل شوی دی.

بل‌خوا، مفتي کفایت‌الله حقاني، د هرات مستوفي، اعلان وکړ چې هرې مهاجرې کورنۍ ته به پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې او ۲۵۰ کیلوګرامه غنم ورکړل شي. د هغه په وینا، د نغدو مرستو ټول ارزښت شپږ میلیونه افغانیو ته رسېږي او د مرستو وېش به د ځانګړې کمېټې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

ځینې مهاجر چې دا مرستې یې ترلاسه کړې، د دې روند هرکلی کوي، خو وايي، که څه هم دا مرستې یې عاجلې ستونزې یو څه راکموي، خو د دوامدار بېرته ستنېدو لپاره لا هم شفافو پروګرامونو او اوږدمهالو ملاتړونو ته اړتیا لري. د چارواکو په وینا، د دې مرستو وېش به د درېو ورځو لپاره په هرات کې دوام وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button