د بغلان په سړه ژمي کې د نړیوال خوراکي پروګرام د خوړو مرسته وېشل کېږي

نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) وايي، له دې سره چې د بغلان ولایت ژمی سخت شوی، د اړمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د رسولو لړۍ لا هم روانه ده.
د دې ادارې په وینا، د ډېر واورې او یخ هوا له امله د ډېرو سیمو ته رسېدل له ستونزو سره مخ دي، خو د نړیوال خوراکي پروګرام ټیمونو توانېدلي چې د ژمي له یو له سختو پړاوونو سره مخه کړې ۱۲ زره او ۹۰۰ کورنیو ته خوراکي مرسته ورسوي.
بغلان د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دی، چې د ژمي په موسم کې د جغرافیایي او اقلیمي شرایطو له امله د ځینو ولسوالیو تګراتګ محدودېږي، او زیاتره زیانمنې کورنۍ د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخ کېږي.
نړیوال خوراکي پروګرام ټینګار کړی چې دا مرستې د افغانستان لپاره د دې ادارې د ژمي د غبرګون د پروګرام یوه برخه ده، او موخه یې دا ده چې هغو کورنیو ته د معیشت د فشار کمېدو زمینه برابره کړي چې سخته یخنۍ او بېوزلۍ یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.




