د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې د خوراکي بحران د زياتېدو خبرداری ورکړل شو

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ویلي چې د افغانستان په ختيځو، سويلی او لوېديځو پولو کې د تاوتريخوالي زياتوالی د دې هېواد بشري او خوراکي بحران نور هم ژور کړی دی. ياد بنسټ ټينګار کړی چې افغانستان دا مهال د نړۍ د خورا سختو خوراکي بحرانونو له ډلې يو تجربه کوي.
د خوړو نړيوال پروګرام استازي جان آيلف په افغانستان کې ويلي، وروستۍ نښتې په هغو سيمو کې رامنځته شوې چې اوسېدونکي يې له پخوا هم له کړکېچن ژوند سره مخ وو. د هغه په وينا، د ناامنۍ دوام پر هغو کورنيو زيات فشار راوړی چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو توان نه لري.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د پاکستان د هوايي بريدونو له امله په ختيځو او سويلی پولو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان بېځايه شوي دي. دغو بېځايه شوو کسانو ته بېړنۍ سرپناه، خواړه او لومړنۍ مرستندويه خدمتونه ضروري دي.
د خوړو نړيوال پروګرام استازي همدارنګه څرګنده کړې چې تر ۱۷ ميليونو زيات خلک په افغانستان کې د خوراکي مرستو ته اړتيا لري. په داسې حال کې چې د مرستو رسوونکي بنسټونه د زيانمنو شوو کسانو ته د خوندي او بېخنډه لاسرسي غوښتنه کوي، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د مرستو د شفاف او اغېزمن وېش زمينه برابره کړي او د هېوادوالو د کړاوونو د کمولو په برخه کې خپله جدي دنده تر سره کړي.




