روغتيامهم خبرونه

د خوړو نړيوال پروګرام د افغانستان د لوږې د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړ

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ويلي چې په افغانستان کې د سوې تغذيې يا لوږې د خرابېدو له امله هره ورځ ګڼ شمېر ميندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتيايي کلينيکونو ته ورځي.

ياد بنسټ ويلي، په روان ميلادي کال کې يې توانيدلي چې په بېلابېلو ولايتونو او سيمو کې زرګونو تنو ته مغذي خوراکي مواد ورسوي. د WFP په وينا، دغه مرسته د سوې تغذيې له جدي اغېزو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او امېندوارو ښځو د خوندي ساتلو لپاره حياتي رول لوبولی دی.

د خوړو نړيوال پروګرام له خپلو مرسته کوونکو مننه کړې او ټينګار يې کړی چې د دغو ملاتړونو دوام د بې‌وزلو کورنيو لپاره د سالمو خوړو د لاسرسي په ساتنه کې ډېر مهم دی، او که دا ملاتړونه ونه شي، د کمزورو قشرونو د روغتيا وضعه نوره هم خرابيږي.

په عين وخت کې، مرسته کوونکو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې اقتصادي بحران، محدوديتونه او د طالبانو تر ادارې لاندې د هېواد اوسني چلينجونه د خلکو د دوامداره روغتيايي او خوراکي خدمتونو لاسرسی ستونزمن کړی او د اغېزمنو او بې‌خنډه ځوابونو اړتيا يې زياته کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button