ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د خوړو نړيوال پروګرام د افغانستان په ښوونځیو کې د تقویتي ډوډۍ وېش پيل کړی

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ويلي، د ښوونځيو د تغذيې د پروګرام په چوکاټ کې سلګونه زره ماشومان په افغانستان کې د زده‌کړې له خوړو برخمن شوي دي؛ دا اقدام د ماشومانو د تغذيې د پياوړتيا او د هغوی د ښوونځيو د دوام د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.

د دغه پروګرام له مخې، په ۲۰۲۵ ز کال کې شاوخوا ۸۸۰ زره ماشومان د افغانستان په بېلابېلو ښوونځیو کې ورځنی خواړه ترلاسه کړي دي. دا مرستندويه خواړه نه يوازې د ماشومانو د لومړنيو غذايي اړتياوو پوره کولو کې مرسته کړې، بلکې د کورنیو د دې هڅونې سبب هم شوي چې خپل ماشومان د زده‌کړې دوام ته وهڅوي.

په د فراه ولايت د قلعه زمان په ښوونځي کې زده‌کوونکي د خپل تعليمي ورځ له «نان پلس» سره پيلوي؛ دا هغه پياوړې ډوډۍ ده چې په پروټين، ويټامينونو او منرالونو بډايه شوې او د ماشومانو د تمرکز او ذهني چمتووالي د زياتوالي لپاره طرحه شوې ده.

د خوړو نړيوال پروګرام ټينګار کوي چې د ښوونيز چاپېريال په دننه کې منظم او سالمو خوړو ته لاسرسی د زده‌کړې د بهير په ښه‌والي او د ښوونځيو د پرېښودو د کچې په راکمېدو کې مهم رول لري، په ځانګړې توګه د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو په شرايطو کې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button