اقتصادمهم خبرونه

د WFP رئیس د طالبانو د کلیو او پراختیا له وزیر سره د لیرې سیمو د پروژو په اړه وکتل

د طالبانو د احیا او انکشاف دهات وزارت ویلي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) رئیس جان ایلیف له عبداللطیف منصور، د دغه وزارت له وزیر سره لیدنه او خبرې کړي دي. د دې لیدنې اصلي موضوع په افغانستان کې د لیرې پرتو سیمو د بنسټیزو پروژو د عملي کولو څرنګوالی بلل شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د نړیوال خوراکي پروګرام رئیس په دې ناسته کې ویلي چې هڅه کوي د لیرې پرتو سیمو د بنسټیزو کارونو د پلي کېدو زمینه برابره کړي، څو د دغو سیمو اوسېدونکي وکولای شي د اړتیا پر مهال ترې ګټه واخلي.

نړیوال خوراکي پروګرام د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو څخه یو دی چې په افغانستان کې د خوړو مرستو او د معیشت د پروژو په برخه کې فعالیت کوي. د هېواد ګڼې لېرې پراتې سیمې د بنسټیزو جوړښتونو د کمښت او پراخ فقر له امله دې ډول ملاتړیزو پروګرامونو ته اړتیا لري.

که څه هم د طالبانو اداره د نړیوالو بنسټونو له همکارۍ هرکلی کوي، خو د اداري محدودیتونو او ځینو خنډونو دوام د انکشافي پروژو د پلي کېدو بهیر له پوښتنو سره مخ کړی دی؛ هغه موضوع چې کېدای شي د محرومو سیمو پر اوسېدونکو د اساسي خدمتونو په لاسرسي اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button