د ختیځ افغانستان په څلورو ولایتونو کې د خوړو نړیوال پروګرام اوږدمهاله پروژې پيل شوې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د زغم او معیشت د پیاوړتیا اوږدمهاله پروژې د افغانستان د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې پلي کېږي. د یادې ادارې په وینا، دغه ابتکارات د اړو کورنیو د دوامدار ملاتړ په موخه عملي کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام مسؤلان وايي، دغه پروګرامونه له کورنیو سره مرسته کوي څو خپلې کرنیزې ځمکې بېرته را ژوندۍ کړي، د عاید سرچینې یې ورغول شي او د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره زمینه برابره شي. دغه ملاتړونه د اقتصادي او طبيعي بحرانونو پر وړاندې د محلي ټولنو د زیانمننې د کمولو د پراخې هڅې يوه برخه بلل شوې ده.
د افغانستان ختیځ زون هغه ولایتونه رانغاړي چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ متکي دي او په وروستیو کلونو کې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوي دي. کارپوهان باور لري چې اوږدمهاله د معیشت پروګرامونه، د بیړنیو بشري مرستو تر څنګ، کولی شي د کورنیو اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د خوړو نړیوال پروګرام سیمهییز رئیس په یوه ویډیويي پیغام کې د دغو پلانونو د بهیر او موخو په اړه نور جزئیات وړاندې کړي دي.




