د نړيوال خوړو پروګرام د کندهار لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته د خوړو مرستې روانې دي

نړيوال د خوړو پروګرام (WFP) وايي چې د دې ادارې مرستې په کندهار ولايت کې، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سيمو کې، د ۲۸۶ زره اوسېدونکو لپاره حياتي ارزښت لري. په عليداد کلي کې، چې د کندهار له هغو سيمو څخه ده چې رسېدل ورته سخت دي، کورنۍ لکه د زاځي له دغو مرستو د خپلو بنسټيزو خوراکي اړتياوو د پوره کولو لپاره ګټه اخلي.
دا اداره خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتياوې په چټک ډول زياتېږي او ميليونه وګړي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. د نړيوال د خوړو پروګرام د ارزونو له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ ميليونه افغانان له جدي خوراکي کموالي سره د مخ کېدو په حالت کې دي.
نړيوال د خوړو پروګرام ټينګار کوي چې د پراخو ستونزو سره سره، د خپلو شريکانو په مرسته هڅه کوي د خوراکي توکو د رسولو او عاجلو ملاتړ مرستو لړۍ جاري وساتي. د دې ادارې په وينا، اساسي موخه دا ده چې هغه ټولنو ته مرسته ورسوي چې له فقر، بېکارۍ او د خوړو د نشتون له امله تر ټولو زيات زيانمنې شوې دي.
د بشردوستانه چارو کارپوهان وايي، د دغو مرستو دوام په اوسنيو شرايطو کې د بشري کړکېچ د لا پسې ژورتيا د مخنيوي لپاره ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول په سوېلي ولايتونو کې، چيرې چې د خدمتونو او د عايد د فرصتونو لاسرسی محدود دی.




