د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان ته خپلې مرستې ۸۰ سلنه راکمې کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ويلي، چې افغانستان ته يې د خوړو مرستې بېساري ډول سره ۸۰ سلنه راکمې کړي، او د دې له امله ميليونونه اړمنې کورنۍ د ژمي تر راتګ مخکې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د دې ادارې مرستيال، کارل اسکاو، ویلي چې هغه شمېر افغانان چې پخوا به د مرستو تر پوښښ لاندې وو، له ۱۰ ميليونه کسانو څخه یوازې ۲ ميليون ته راکم شوي دي.
اسکاو الجزيرې سره په خبرو کې ويلي، نژدې نيمايي مالي مرسته له هغوی څخه راکم شوې، چې دا چاره په افغانستان غوندې هېوادونو کې د دې ادارې د فعاليت وړتيا په جدي توګه محدوده کړې. نوموړي ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو لپاره د سرچينو د پيدا کولو له پلوه تر ټولو بد کال بللی او خبرداری يې ورکړی چې نړۍ د مرستندويه سرچينو د شديد کمښت او بشري اړتياوو د ډېرښت له يو “مکمل طوفان” سره مخ ده.
د هغه په وینا، د نړیوال خوراکي پروګرام مرستې د ځینو سیمو په کچه ۸۰ سلنه محدوده شوي او یا هم بندې شوي. نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان په اوږده ژمي کې د سختو سیمو لپاره د خوراکي موادو د مخکېني زېرمېدو چاره د بودجې د کمښت له کبله ممکنه نه ده؛ کوم چې کولی شي ماشومانو ته مرګوني پایلې ولري.
دا بحران داسې مهال پسې ژورېږي، چې د طالبانو اداره په تېرو درېو کلونو کې نه ده توانېدلې بنسټيزې ټولنيزې مرستې او خدمات پياوړي کړي، او له بلې خوا يې پر مرستندويه موسسو محدوديتونه هم ستونزې لا زیاتې کړي دي.
نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ پېښې، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په منځ کې، به بېسارې لوړې شي، او ښايي هغه حده ته ورسي چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه وي.
افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو سخت غذایي بحران لري. د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، ميليونونه افغان ماشومان د شديدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د اوچا راپورونه ښيي، چې د افغانستان ۴۸ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، او له ۲۲ ميليونه زیات خلک د مرستو اړتيا لري. ښاغلي اسکاو ویلي، په نړيواله کچه ۳۲۰ ميليونه کسان د خوراکي نه امنيت له جدي ګواښ سره مخ دي، او د نړيوال خوراکي پروګرام بوديجه له ۴۰ سلنه زیاته راکمه شوې. هغه زياته کړې، دغه سازمان د بوديجې د کمښت له امله سږ کال نژدې ۵۰۰۰ کارمندان هم له دندو لرې کړي دي.




