د بودجې کمښت؛ د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام يوازې څلوريمه برخه خوارځله ماشومان مرسته کولی شي

د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام په افغانستان کې ويلي، له سخت مالي کمښت سره مخ دی او يوازې کولی شي له هر څلورو هغو ماشومانو څخه چې له شديدې خوارځلۍ سره مخ دي، يوه ته مرسته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا څلور ميليونه ماشومان په هېواد کې له دې کړکېچ سره مقابله کوي.
جان آیليف، چې په افغانستان کې د دې پروګرام مشر دی، د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، افغانستان له پراخ غذایي بحران سره مخ دی او د هېواد دوه پر درېيمه برخه وګړي له شديدې خوارځلۍ ځورېږي. د هغه په وينا، د افغانستان د خوارځلۍ کچه په تېرو کلونو کې بېسارې ده.
د خوراک نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که د مالي سرچينو کمښت دوام وکړي، د هېواد د ميليونو ماشومانو او اړمنو کورنيو ژوند به له خطر سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو سياسي بدلونونو او د طالبانو ادارې لهخوا د پراخو بندېزونو له امله فقر او بېکاري زياته شوې او د خلکو د خوراک او بنسټيزو خدمتونو لاسرسی لا محدود شوی دی.
نړيوالې مرستندويه مؤسسې ټينګار کوي چې پرته له فوري مالي ملاتړ څخه د نړيوالې ټولنې، د افغانستان د لوږې کړکېچ کنټرول کول به ډېر ستونزمن وي؛ هغه کړکېچ چې ډېره اغېزه يې په هېواد کې پر ماشومانو په زيانمنو سيمو کې پرېوته ده.




