اقتصادمهم خبرونه

د خوړو نړيوال پروګرام: د افغانستان اقتصاد لا هم سختو فشارونو لاندې دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د افغانستان اقتصاد تر اوسه هم د سختو فشارونو لاندې دی او له يو شمېر هم‌مهالو شوکونو سره مخ دی، هغه شوکونه چې د هېواد د ميليونونو خلکو اقتصادي ژوند اغېزمن کړی دی.

په راپور کې زياته شوې چې د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، زلزلې، او په سيمه‌ييزو تجارتي اړيکو او لارو کې بدلونونه، د هېواد د اقتصادي وضعيت د خرابېدو عمده لاملونه ګڼل شوي دي. د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دغه حالت د افغانستان د اقتصاد د زغم وړتيا نوره هم کمه کړې.

راپور زياتوي چې د ۲۰۲۴ ميلادي کال له پيله د انفلاسيون کچه تدريجاً لوړېدلې ده، او دا مسئله د افغانستان پر وارداتي انحصار، د اسعارو د نرخونو پر بې‌ثباتۍ، او د نړيوالو بيېو له بدلونونو څخه د اغېزمنېدو پر موضوعاتو روښانه رڼا اچوي.

راپور دا هم وايي چې له هغه وروسته چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې وتړل شوې، صادراتي لارې هند او ازبکستان ته اړول شوې، او واردات تر ډېره له ايران او د منځنۍ آسيا له هېوادونو پوره کېږي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت له خوا د اقتصادي واضحې او مؤثرې تګلارې نشتوالی د دې بدلونونو مديريت له ستونزو سره مخ کړى او د خلکو پر معيشت يې فشارونه زيات کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button