ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام: ۱۷.۴ ميليونه افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ويلي، شاوخوا ۱۷.۴ ميليونه کسان په افغانستان کې بېړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري، خو دا اداره د اوسنۍ بوديجې له مخې يوازې هره مياشت دوو ميليونو کسانو ته د مرستو رسولو توان لري. دغه سازمان ټينګار کړی چې د انسانانو د اړتياوو کچه لا هم لوړه ده، او ميليونه کسان له سختې خوړو نشتوالي سره مخامخ دي.

د دغه نړيوال پروګرام په وينا، د بشرپالو بوديجې بې‌سابقه کمښت د دې لامل شوی چې مرستې د هغو په اندازه ونه‌شي چې وکولای شي کورنۍ له شدېدې لوږې وژغوري. په راپور کې راغلي چې دا د تېرو لسيزو په اوږدو کې لومړی ځل دی چې د مالي سرچينو کمښت د اړتيا په کچه د غبرګون مخه نيولې ده.

د خوړو نړيوال پروګرام د ناپايښت لرونکې اقتصاد، د درنو واورو له کبله د ځينو سيمو د لاسرسي محدودېدل، له ايران او پاکستانه د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل او د نړيوالو مرستو دوامداره کموالی د کړکېچ د لا شدت اصلي عوامل بللي دي. دې وضعيت پر زيان مندو کورنيو فشار زيات کړی او د هغوی توان يې کم کړی چې خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.

په همدې حال کې، د طالبانو د اقتصاد وزارت وياند ويلي، د اقليمي بدلون، پرله‌پسې وچکاليو، د کډوالو بېرته ستنېدو او د بشري مرستو د کمښت له امله د هېواد يوه برخه وګړي له جدي اړتياوو سره مخ دي. نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د کاریزو پر رامنځته کولو او د ملاتړ پر پروګرامونو تمرکز وکړي.

سره له دې څرګندونو، د اقتصادي رکود دوام او په دننه هېواد کې د مؤثرو کارموندونکو پروګرامونو نشتوالی د طالبانو پر حکومت نيوکې راولاړې کړي دي. يو شمېر هېوادوال باور لري چې تر هغه چې اغېزمن اقتصادي مديريت او د کار زمينه برابره نه‌شي، د بهرنیو مرستو پراخه تکیه به نه‌کمېږي او د خلکو د ژوند کړکېچ به همداسې دوام ومومي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر د افغانستان لپاره د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتياوو د پړاو پلان پيل کړی و، چې موخه يې د خلکو د حياتي اړتياوو عاجله پوره‌تيا او د کړکېچ د لا خرابېدو مخنيوی اعلان شوی و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button