ټولنه‌یزمهم خبرونه

د هوا پېژندنې ادارې له خوا د ۱۸ ولایتونو لپاره د سختو واورو او بارانونو خبرداری

د طالبانو د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې سبا جمعه د دلو د میاشتې لسمه، د افغانستان ۱۸ ولایتونه به د سختو واورو او بارانونو له امله له ستونزو سره مخ شي؛ یوه وضعه چې د خلکو پر تګ راتګ او ورځني ژوند اغېز کولی شي.

د دې وړاندوینې له مخې، بغلان، پروان، پنجشیر، میدان وردګ، غزني، دایکنډي، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، غور، بادغیس، فارياب او سرپل هغه ولایتونه دي چې دغه خبرداری یې شامل دی. د واورې اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ سانتي‌میترو او د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ میلی‌میترو اټکل شوې ده.

هوا پېژندنې ریاست همدارنګه ویلي چې په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو او د سالنګونو په لاره کې به د ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره پر ساعت چټک بادونه ولګېږي؛ هغه مهمه لاره چې د بندېدو په صورت کې تل پراخ اقتصادي او بشري زیانونه رامنځته کړي دي.

تر څنګ یې د ګرمسېرو سیمو لپاره د سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال هم یاد شوی، هغه خطر چې د اغېزمنې ادارې او چمتووالي نشتوالي په صورت کې د خلکو لپاره ډېر مالي او ځاني زیانونه لرلی شي. د روانې اونۍ له پیل راهیسې، یو شمېر ولایتونه له درنې واورې سره مخ شوي چې له امله یې د لارو تړل کېدو او مرګ‌ژوبلو پېښې رامنځته شوې دي.

د طالبانو اداره مخکې ویلي وه چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د مړیو شمېر له ۶۰ کسانو اوښتی؛ دا شمېر بیا د وختي خبرتیا، د مرستندویو بنسټونو د چمتووالي او د خلکو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button