روغتيامهم خبرونه

په شینډنډ کې د څښلو اوبو بحران جدي بڼه خپله کړې ده

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ کې د څښلو پاکو اوبو کمښت د سیمې زرګونو اوسېدونکو لپاره په یوه ستره ستونزه بدل شوی دی. د ځمکې‌لاندې اوبو د سطحې د پام وړ کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ خلکو ته د څښلو اوبو ته لاسرسی سخت کړی دی.

د شینډنډ د اوبولګولو مدیر، بسم‌الله عطایي، وايي چې د زاول، زیرکوه، کوه‌زور او پشت‌کوه ولسوالیو اوسېدونکي له سخت کمښت سره مخ دي او په ځینو سیمو کې هېڅ د څښلو اوبو سرچینه نه ده پاتې شوې. نوموړي زیاته کړه چې ډېر خلک د زیرکوه له کبله د اوبو نیشتوالي خپل کورونه پرېيښي او د علاقې مرکزي بازارونو ته لاړلي دي.

د دې بحران له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د سیمې یو اوسېدونکی، علیرضا رادمنش، وایي چې کورنۍ اړ دي اوږده واټنونه د درې‌چرخه، کراچیو او نورو واسطو په وسیله ووهي څو اوبه په بوشکو او ټانکرو کې خپل کورونو ته یوسي. د شینډنډ یو بل اوسېدونکي، محمد، هم وویل چې په ډېرو سیمو کې د ځمکې‌لاندې اوبه ښورې دي او یوازې د ژورو څاهونو په کیندلو سره خوږو اوبو ته لاسرسی برابرېږي.

بل‌خوا، د زیرکوه ولسوالۍ یو اوسېدونکی، خدایداد، د اندېښنې څرګندولو سره وویل چې په دې سیمه کې د ځمکې‌لاندې اوبو سطحه سخت راټیټه شوې او خلک اړ دي چې د لومړنیو اړتیاوو لپاره ۶۰ تر ۸۰ مترو ژورې څاهونه وکېندي، چې له هغه څخه هم ډېر لږ مقدار اوبه تر لاسه کېږي.

په دغه سخت وضعیت کې یوازې محدود نړیوالې مرستندویه ادارې توانېدلي چې لږ تر لږه د خلکو فشار کم کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې د یوې اوبوزې شبکې په جوړولو سره شاوخوا څلور زره کسانو ته پاکې اوبه برابرې کړې دي. د دې ادارې استازي، عزیز احمد اسماعیلي، وویل چې نېږدې دوه زره کورنۍ له دغه اقدام څخه ګټه اخیستې ده.

شینډنډ او اړوندې ولسوالۍ هم‌مهاله د هرات له لویو او ګڼ‌میشتو سیمو څخه شمېرل کېږي او د طالبانو د ادارې د شمېرو له مخې، د دغو سیمو نفوس له یو میلیون کسانو زیات دی. سره له دې، د طالبانو اداره لا هم کوم منظم او پراخ پروګرام د پراخېدونکي اوبو بحران د مخنیوي لپاره نه‌دی وړاندې کړی، چې دا چاره د دغو سیمو د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي او هغوی یې له ژوند او روغتیايي ګواښونو سره مخ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button