ټولنه‌یزمهم خبرونه

په سپین بولدک کې د اوبو چک‌ډم په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

يو د اوبو چک‌ډم چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په بوديجه جوړ شوی، د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په انجرګي کلي کې پرانيستل شو.

د کندهار د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس دوست‌محمد سعيد ويلي، دغه پروژه د انجرګي په کلي کې عملي شوې او د جوړېدو لګښت يې ۱۲ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ دی.

د سيمه‌ييزو چارواکو په وينا، دغه چک‌ډم د شاوخوا ۷۰۰ زره مکعب مترو اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او کولای شي د اوبو د سرچينو په مديريت، د سېلابونو د زيانونو په کمولو او د شاوخوا سيمو د کرنيزو اوبو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

د سيمې اوسېدونکي هيله‌من دي چې د دې اوبو پروژې له لارې به د دوی د اوبو د کموالي او اقتصادي ستونزو يوه برخه راکم شي؛ هغه موضوع چې په تيرو کلونو کې د اقليمي بدلونونو او د طالبانو د ادارې له خوا د کليوالو زېربناوو ته د بې‌پامي له امله د بزګرانو ترمنځ پراخې اندېښنې راولاړې کړې وې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button