مهم خبرونهنړیوال

واشنګټن پوسټ د امريکا د ځمکني بريد له احتمالي پايلو څخه خبرداری ورکړ

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه راپور کې د امريکا له هر ډول احتمالي ځمکني پوځي اقدام پر ايران د رامنځته کېدونکو پايلو په اړه خبرداری ورکړی دی. ورځپاڼې زياته کړې ده چې دا ډول سناريو کولای شي د امريکايي ځواکونو ژوند د پراخو ګواښونو لاندې راولي.

راپور زياتوي، که چېرې د ځمکني بريد پېښه رامنځته شي، امريکايي پوځيان به له بېلابېلو خطرونو سره مخامخ شي، لکه د ايران د ډرون او توغنديو بريدونه، ځمکنۍ نښتې او چاودنې. ورځپاڼې ټينګار کړی چې د دغو ګواښونو پراخوالی او پېچلتيا به د پام وړ انساني او نظامي لګښتونه ولري.

په عين حال کې، د امريکا په کانګرس کې د داسې احتمالي پوځي اقدام د ملاتړ په اړه اختلاف نظر شته. د هغو نظرپوښتنو له مخې چې راپور ورته اشاره کړې، ۶۲ سلنه امريکايي وګړو د ايران پر ضد د ځمکني بريد مخالفت څرګند کړی دی.

دا بحثونه په داسې حال کې روان دي چې د هر ډول پوځي اقدام پرېکړه پراخو سياسي، امنيتي او حقوقي ارزونو ته اړتيا لري، او شنونکي د دې احتمالي پرېکړې سيمه‌ييزو اغېزو ته هم پام کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button