واشنګټن پوسټ: د ایران جګړې دوام د امریکا عربي متحدان ناخوښ کړي

د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران سره د جګړې دوام د امریکا د څو عربي متحدانو جدي نارضایتي راپارولې ده. د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د دغو هېوادونو چارواکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له وروستي دریځ څخه ناخوښي ښودلې ده.
د راپور له مخې، یوه لوړپوړي عربي چارواکي ویلي چې دا نښتې د اسراییلو په ابتکار پیل شوې، خو عربي هېوادونه د احتمالي بریدونو او پایلو په وړاندې یوازې پاتې دي. هغه زیاته کړې چې د جګړې له پیل وړاندې ژمنه شوې وه چې پوځي عملیات به لنډ او چټک وي، خو د جګړې دوام حالت لا پېچلی کړی دی.
دغه عربي چارواکي ټینګار کړی چې جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، ځکه د جګړې دوام کولای شي د سیمې ثبات لا زیانمن کړي.
واشنګټن پوسټ په بل راپور کې هم د هرمز تنګي د بندېدو خبر ورکړی او دا یې د واشنګټن لپاره د پراخو پایلو لرونکی حالت بللی دی. هرمز تنګی د سیمې د انرژۍ د لېږد یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، او هر ډول ګډوډي پکې د نړیوالو بازارونو په وضعیت اغېز کولی شي.




