د واخان دهلیز د پروژې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، چې د واخان دهلیز پروژه چې د بدخشان ولایت له لارې تر چیني پوله رسېږي، تر دې دمه ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی. یاد ریاست دا پروژه د هیواد په شمال ختیځ کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه بولي.
د دغه ریاست مسوولین وايي، هڅې روانې دي څو د دې دهلیز د جغلاچونې چارې تر راتلونکي هجري کال پورې بشپړې شي، او له هغه وروسته د دې پروژې اصلي او بنسټیز کارونه پیل شي. واخان دهلیز یو غرنۍ او لرې پرته لاره ده چې افغانستان له چین د سینکیانګ سیمې سره نښلوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند نورالهادي عادل ویلي چې د واخان–بدخشان پروژه ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په دوو پړاوونو کې پلي کېږي، چې کارونه یې له پام وړ پرمختګ سره روان دي. ده ټینګار کړی چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هیواد سوداګرانو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
د دې ریاست د ویاند په وینا، واخان دهلیز کولی شي افغانستان او چین ته دوه اړخیزې اقتصادي ګټې برابرې کړي؛ کوم موضوع چې له مخکې د چین سفیر هم د اهمیت په توګه یاده کړې وه. خو تر اوسه مالي جزئیات، د تمویل سرچینې او د تطبیق میکانیزم په شفاف ډول له ولس سره نه دي شریک شوي.
په دې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا واخان دهلیز یو ستراتیژیک مسیر بولي او وایي، که افغانستان ته اغېزمنه لاره پرانستل شي، نو مهمو اقتصادي بدلونونو ته هیلهمند کیدلی شي. نوموړی زیاتوي چې د دا ډول پروژو بریالیتوب شفاف پلان، مؤثره مدیریت او د عامه ګټو تضمین ته اړتیا لري.
یاده پروژه داسې مهال مطرح شوې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پراخو محدودیتونو او خنډونو له امله په سوداګرۍ کې خنډونه رامنځته شوي، او بدیل تجارتي لارو ته اړتیا ډېره شوې ده. واخان دهلیز کولی شي د بدیل یوه احتمالي لاره وي، او د افغانستان د تجارتي اتکا کمولو کې مهم رول ولوبوي؛ که څه هم دا هدف هغه وخت عملي کېدای شي چې د طالبانو اداره د بنسټیزو پروژو پلي کولو کې عملي او حسابورکوونکي اقدامات وکړي.




