وحید عمر: د افغانستان راتلونکی د اوسني بهیر په دوام کې ناڅرګند دی

وحید عمر، د جمهوریت دورې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی ویاند او د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز مشر، خبرداری ورکړی چې که د هېواد د اوسني سیاست او ادارې مسیر همداسې روان وي، باید پوښتنه وشي چې پنځه کاله وروسته به افغانستان په کوم حالت کې وي. هغه ټینګار کړی چې پرته له مشروع، ټولشموله او قانونمند نظام او پرته له پانګونې په عصري زدهکړو، د هېواد راتلونکی به له ژورو ننګونو سره مخ شي.
نوموړي ویلي، د هر ملت واقعي ځواک د انساني پانګې، پوهې او مؤثرو بنسټونو پر وجود ولاړ وي، خو افغانستان په دې برخو کې د شاتګ لوری نیولی دی. عمر لیکلي، هغه نسل چې په تېرو دوو لسیزو کې د معاصرو علومو له مخې روزل شوی و، یا له هېواده وتلی یا هم دننه له محدودیتونو او انزوا سره مخ دی.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې د هېواد د راتلونکي د بشري ځواک لویه برخه اوس په مدرسو یا هغو تعلیمي بنسټونو کې روزل کېږي چې نصاب یې د مدرسو له نصاب سره ورته دی، په داسې حال کې چې میلیونونه نجونې او ښځې له زدهکړې او کار محرومې پاتې دي. دا محدودیتونه چې د طالبانو د حاکمیت له پیل وروسته زیات شوي، د ډېرو شنونکو په باور کولای شي د افغانستان تعلیمي او مسلکي واټن له سیمې سره نور هم زیات کړي.
عمر اټکل کړی چې که دا حالت دوام وکړي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به میلیونونه نجونې له زدهکړې بېبرخې پاتې شي او ګڼ شمېر ځوانان به یوازې له دینی زدهکړو سره د کار بازار ته ننوزي؛ داسې وضعیت چې د ده په وینا د هېواد د سیالۍ وړتیا کموي.
هغه د سیمهییزې پرتلیزې ارزونې په ترڅ کې د پاکستان د تعلیمي او علمي پرمختګونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او تخنیکي بنسټونو د رامنځته کولو له لارې په منظم ډول خپل بشري ظرفیت پیاوړی کړی او هر کال ګڼ متخصصان په علمي او تخنیکي برخو کې روزي.
عمر پوښتنه کړې چې د افغانستان د مدرسو فارغان به څنګه وکولای شي د سیمې له هغه نسل سره سیالي وکړي چې د معاصر علم او ټکنالوژۍ وسایل په واک کې لري. هغه د انتقادي پوښتنو په مطرح کولو سره زیاتوي چې پرته له اقتصادي، تخنیکي او دیپلوماتیک ظرفیتونو، د سیمهییزې کچې سیالي ممکنه نه ده.
د جمهوریت د دورې دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی چې افغانستان د اوسني کړکېچ له راوتلو لپاره مشروع او ټولشموله نظام، له نړۍ سره فعالې اړیکې، عصري زدهکړې، منظم دفاعي ځواک او نړیوالو شریکانو ته اړتیا لري. د ده په باور، انزوا او پر احساساتي شعارونو اتکا نه شي کولای د علمي پانګونې او د انساني ځواک د پیاوړتیا بدیل وي؛ یو داسې مسیر چې د ده په وینا د هېواد پایدار راتلونکی بنسټیز جوړوي.




