ټولنه‌یزمهم خبرونه

په ننګرهار کې د پاکستان نه په زور راستانه شويو افغانانو لپاره مسلکي روزنې پيل شوې

په ننګرهار ولايت کې د قطر هلال احمر په همکارۍ د هغو افغانانو لپاره د مسلکي روزنې پروګرامونه پيل شوي چې په زور له پاکستانه شړل شوي دي. دغه پروګرامونه د کار د زمينې د رامنځته کولو او د بېرته راستانه شويو کسانو د ټولنې سره د يوځای کېدو د اسانتيا لپاره طرحه شوي دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو ويلي، يوازې په تېرو يو کال کې شاوخوا اويا زره ځوانان په دې ولايت کې له بېلابېلو مسلکي زده کړو فارغ شوي دي. د دوی په وينا، دغه زده کړې هغه مهارتونه رانغاړي چې کولی شي د ځوانانو لپاره دوامدار کاري فرصتونه برابر کړي.

دغه راز يادې ادارې اعلان کړی چې نږدې نهه زره تنو هغو کسانو ته چې له نشې روغ شوي، د اووه ويشت بېلابېلو مسلکونو د روزنې له لارې د کار زمينې برابرې شوې دي. مسؤلين وايي، دا ګام د بې‌کارۍ د راکمولو او د نشې د ټولنيزو ستونزو د اغېزو د کمولو هڅو يوه برخه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button