مهم خبرونهنړیوال

د وېنزویلا مرستیال ولسمشر: د مادورو د دفاع لپاره چمتو یو

د وېنزویلا مرستیال ولسمشر د امریکا د متحده ایالاتو د ادعا په ځواب کې چې د نېکولاس مادورو د نیول کېدو په اړه شوې، ویلي چې د هېواد لوړ پوړي چارواکي د وېنزویلا د هر اړخیزې دفاع لپاره چمتو دي او هر ډول اقدام چې د ملي حاکمیت پر ضد وي، ردوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه وېنزویلایي چارواکي د پلازمېنې کاراکاس له یوې تلوېزیوني وینا څخه د نېکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې وېنزویلا به د هېڅ هېواد تر واک یا استعمار لاندې را نه شي.

هغه د وېنزویلا له خلکو وغوښتل چې ارام پاتې شي او یووالي وساتي، ویې ویل چې د اوسني وضعیت د عبور لپاره ملي یووالی اړین دی او موجوده دولت به خپلې چارې دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې د هېواد چارواکي د هر ډول ننګونې د مقابلې لپاره چمتو دي.

رودریګز، چې د وېنزویلا د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره یوځای خبرې کولې، څرګنده کړه چې کاراکاس به هېڅ ډول پوځي تېری ونه مني او هغه تاوتریخوالي ته مخالف دی چې د ده په وینا د وېنزویلا پر ضد ترسره شوی.

د وېنزویلا مرستیال ولسمشر همدارنګه د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې او د راتلونکو نسلونو د راتلونکي د دفاع ټینګار وکړ او وویل چې د وېنزویلا خلک د فشارونو او تېریو پر وړاندې مقاومت کړی او دا لاره به یې دوام وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې پر وېنزویلا پراخ عملیات ترسره کړي او ادعا یې کړې چې نېکولاس مادورو او د هغه مېرمن یې نیولي دي؛ دا ادعا په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو او مخالفتونو سره مخ شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button