ونزویلا د امریکا د اقداماتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنی ناسته غوښتې

د ونزویلا حکومت ویلي چې د امریکا د “تیري او فشار راوړونکو اقداماتو” د ارزونې لپاره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې ځانګړې ناستې غوښتنه کړې ده. د دیپلماتیکو سرچینو په وینا، تمه کېږي چې دغه ناسته په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
راپورونه ښيي چې د ملګرو ملتونو یو دیپلمات ویلي، ټاکل شوې دا ناسته د کاراکاس په رسمي غوښتنه، ښايي د راتلونکې اوونۍ په پیل کې ترسره شي، خو ځینې سرچینې ټینګار کوي چې د وضعیت په نظر کې نیولو سره، کیدای شي ناسته تر ټاکلي وخت مخکې جوړه شي.
الجزیره د ونزویلا د استازي ساموئل مونکادا له قوله راپور ورکړی چې کاراکاس د امریکا د دوامدارو “تیريو” د څیړنې لپاره د امنیت شورا یوه بیړنۍ ناسته غواړي. نوموړي ویلي، د امریکا د ولسمشر څرګندونې بېسابقه دي او د ونزویلا حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او سیاسي خپلواکي تر پښو لاندې کوي.
د ونزویلا استازي ټینګار کړی چې دا څرګندونې د نظامي زور د کارونې د خبرداري په معنا دي، که چیرې د واشنګټن غوښتنې ونه منل شي. هغه دا کارونه د یو استعماري او زورواک پلان برخه ګڼلې چې د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې عملي کېږي.
مونکادا زیاته کړې چې د امریکا له لوري د زور ګواښ یا کارونه، د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند ښکاره نقض دی. نوموړي زیاته کړې چې ونزویلا دا مهال له ځینو اقداماتو سره مخ ده چې د یو اړخیز سمندري بند په بڼه تطبیقېږي او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د ونزویلا استازي دا هم خبرداری ورکړی چې د هوايي بندیز د لګولو هڅې چې له ګواښ او فشار سره مل وي، کولای شي د ملکي هوایي چلند نړیوال امنیت ته زیان ورسوي؛ داسې یو حالت چې د هغه په وینا، د امنیت شورا بیړني بحث ته اړتیا لري.




