کلتور او هنرمهم خبرونه

یونسکو په غزني کې د تاریخي آثارو درې‌بعدي او ډیجېټلي کولو بهیر پيل کړ

د ملګرو ملتونو د زده‌کړو، علومو او کلتور سازمان (یونسکو) په غزني ولایت کې د تاریخي آثارو درې‌بعدي او ډیجېټلي کولو بهیر پيل کړی دی؛ یو اقدام چې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د دې ولایت د کلتوري میراث د ساتنې، مستندسازۍ او نړېوال معرفي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دا پروژه نه یوازې د قاچاق او احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره مرسته کوي، بلکې د علمي څېړنو او د نړیوالو څېړونکو او علاقمندانو د لاسرسي زمینه هم برابروي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۴۵۰ تاریخي آثار د دې پروګرام له مخې ډیجېټل شوي دي.

حمیدالله نثار، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، کله چې د درې‌بعدي کولو بهیر بشپړ شي، یو ځانګړی وېب‌سایټ او مجازي موزیم به جوړ شي، څو کاروونکي د نړۍ له هرې برخې آنلاین د دغو آثارو لیدنه وکړای شي. ده ټینګار کړی چې دا اقدام به د تاریخي آثارو په ساتنه، بیا رغونه او د قاچاق په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

د ډیجېټل کولو او اسکن چارو مسوول زیارت‌ګل زیارمل ویلي، دغه آثار درې‌بعدي ډول اسکن کېږي او له هغو څخه ویډیوګانې جوړېږي، چې وروسته له سپارلو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته، د یو وېب‌سایټ له لارې د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ ګرځي.

په عین مهال، یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان د غزني له دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د علمي څېړنو او د سیلانیانو د لیدنو اسانتیا لپاره یو اغېزمن ګام بللی دی. دوی له یونسکو او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کړې چې دا بهیر دوام وکړي او د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې نوره همکاري وکړي.

محمد شفیق یاوري، چې د غزني د تاریخي آثارو د نندارتون مدیر دی، د دغه ولایت د موزیم د ودانۍ د غیراستاندارد کیدو په یادونې سره له یونسکو غوښتي چې د یو معیاري موزیم او نندارتون په جوړولو کې مرسته وکړي. ده ویلي، د ځای کموالی لامل شوی چې ډېر تاریخي آثار په ګدامونو کې وساتل شي.

غزني د کابل، ننګرهار، لوګر او بامیان وروسته پنځم ولایت دی، چې په کې یونسکو د تاریخي آثارو د درې‌بعدي او ډیجېټلي کولو بهیر پیل کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button