حزبالله د خپل یوه قومندان د شهادت پخلی وکړ

د اسراییلو پوځ له لوري د بیروت ښار سوېل په «حاره حریک» سیمه کې د وروستي هوايي برید په پایله کې، د لبنان حزبالله ډلې د خپلو لوړپوړو قوماندانانو څخه د هیثم علي طباطبایی شهادت تایید کړی دی. نوموړی چې له «سید ابوعلي» په نوم هم پېژندل کېده، د حزبالله په وینا، د لبنان د دفاع په لاره کې یې ژوند ورکړی.
په هغه رسمي اعلامیه کې چې حزبالله خپره کړې، طباطبایی د دې ډلې د پوځي جوړښت په رامنځته کولو او پیاوړي کولو کې کلیدي څېره یاده شوې او هغه یو داسې مبارز ګڼل شوی چې ژوند یې د اسراییلو پر ضد جګړې ته ځانګړی کړی و.
د حزبالله چارواکي باور لري چې دا جهادي قومندان «تر وروستي سا پورې د مقاومت په سنگر کې پاتې شو» او وايي چې د هغه شهادت به د مجاهدینو هوډ او اراده لا قوي کړي. دوی د اسراییلو برید «خاینه» اقدام بللی او ټینګار یې کړی چې د وژل شوو قوماندانانو لاره به ادامه ومومي.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې بحران نوې بڼې غوره کوي، څارونکي خبرداری ورکوي چې ممکن دا شخړې لبنان ته هم پراخې شي. له دې سره هممهاله، په سیمه کې غبرګونونه دوام لري، خو تر دې دمه د افغانستان د طالبانو اداره، چې د سیاسي مشري ادعا کوي، د دغه قومندان د شهادت او یا هم د زیاتېدونکو کړکیچونو په وړاندې کوم واضح او دیپلوماتیک دریځ نهدی نیولی.




