د ونزوئلا د مخالفینو مشره وايي چې د سولې نوبل جایزه به ټرمپ ته ورکړي

ماریا کورینا ماچادو، د ونزوئلا د مخالفو سیاسي کړیو پېژندل شوې څېره، ویلي چې چمتو ده خپله د سولې نوبل جایزه د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ته ورکړي. هغې دا خبرې په یوه تلویزیوني مرکه کې وکړې.
د راپورونو له مخې، ماچادو د فاکس نیوز له شبکې سره په مرکه کې هڅه کړې ټرمپ د سولې غوښتونکي او عدالتپال په توګه معرفي کړي او ویې ویل چې له پیله یې هغه د دې جایزې مستحق ګڼلی. د هغې په وینا، که څه هم د دې کار عملي زمینه نه ده برابره شوې، خو هغه لیواله ده چې نوبل جایزه ټرمپ ته وسپاري.
دغه وینزویلایي سیاستواله تر دې وړاندې د خپل هېواد د راتلونکي سیاسي مشرتوب د احتمالي کاندیدانو له ډلې ګڼل کېده، خو د خپرو شویو شننو له مخې اوس د امریکا د ولسمشر ملاتړ نه لري. ځینو کارپوهانو ویلي چې دا واټن ښايي د نوبل د سولې جایزې له موضوع او اړونده اختلافونو سره تړاو ولري.
تر دې وړاندې، د واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر قصد نه لري چې د ونزوئلا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ماچادو ملاتړ وکړي. همدارنګه ټرمپ د خپلو څرګندونو پر مهال د ونزوئلا د لویدیځپاله جریانونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ماچادو د دغه هېواد د عام ولس ملاتړ نه لري.




